د ښوونې او روزنې پوهنځی پیژندنه

د دایکندي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پېژندنه

د ښوونې او روزنې  پوهنځی: دا پوهنځی د  دایکندی پوهنتون په چوکاټ کې د یو علمي واحد په توګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې د مسلکي او متخصص بشري ځواک د روزنې ژمنه لري، څو د کار بازار اړتیاوو ته په کتو او د لوړو علمي معیارونو پر بنسټ اغېزمن کادرونه وروزي. په دې پوهنځي کې تدریس او څېړنې د معاصرې نړۍ د پرمختګونو پر بنسټ تنظیم شوي دي، ترڅو د تعلیم او تربیې د حقیقي فرهنګ د ترویج، ټولنیزې ودې، علمي غوړېدنې او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.

د  پوهنځی  ښوونې او روزنې تأسیس:

د  دایکندی پوهنتون د علمي جوړښت په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د دوو څانګو (ریاضي–فزیک او کیمیا–بیولوژي) په لرلو سره تأسیس شو، او په ۱۳۹۴ کال کې یې خپل لومړني محصلین د کانکور د آزادې سیالۍ له لارې جذب کړل. په ۱۳۹۶ کال کې دغه دوه ګونې څانګې په څلورو بېلابېلو څانګو ووېشل شوې، او وروسته په ۱۴۰۴ کال کې د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه هم د دې پوهنځي په علمي جوړښت کې ورزیاته شوه، چې په اوسني وخت کې دغه پوهنځی پنځه څانګې لري.

دا پوهنځی په مجموع کې ۲۱ تنه علمي کادر غړي لري، چې له دې جملې څخه ۱۰ تنه یې د ماسټرۍ درجې لرونکي، ۸ تنه لیسانس لرونکي، او ۳ تنه د ماسټرۍ په دوره کې زده کړې کوي. همدارنګه، په دې پوهنځي کې ۳ تنه اداري کارکوونکي او ۲ تنه خدماتي کارکوونکي هم په دندو بوخت دي.

له تأسیس څخه تر اوسه پورې دې پوهنځي اووه بریالي دورې د فراغت ترسره کړي دي، چې په مجموع کې ۴۹۲ تنه محصلین یې فارغ کړي دي، له دې ډلې ۲۹۷ تنه نارینه او ۱۹۵ تنه ښځینه دي. د دې پوهنځي فارغان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کار بازار ته داخل شوي او د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه لري.

  

 د ښوونې او روزنې  پوهنځی کې موجودې څانګې:

دا پوهنځی لاندې علمي څانګې لري:

۱- د ریاضي څانګه
۲- د فزیک څانګه
۳- د کیمیا څانګه
۴- د بیولوژي څانګه
۵- د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه

 

لیدلوری (Vision):
د ښوونې او روزنې پوهنځی د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د تعلیم او تربیې په برخه کې د مناسب علمي او څېړنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو او د باکیفیته خدماتو د عرضه کولو له لارې داسې مسلکي او متخصص نسل روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.

مأموریت (Mission):
د ښوونې او روزنې پوهنځی په دوامداره توګه د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه والي او لوړولو لپاره هڅې کوي او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب سره سم خپل تدریسي بهیر عیاروي. دغه پوهنځی د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په پرمختګ او همدارنګه د محصلانو د فردي او ټولنیز مسئولیت د احساس په پیاوړتیا کې هڅه کوي، څو هغوی د اسلامي او انساني لوړ ارزښتونو په دقیق درک او پېژندنه سمبال کړي.

 

 

 

 

د ښوونې او روزنې پوهنځی د رئیس پیغام

الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سید المرسلین، و علی آله و أصحابه أجمعین.

ښوونه او روزنه په ټولو بشري ټولنو کې د هغه ټولنې اساسي ستن او بنسټ جوړوي. د ځوانانو روزنه، په ځانګړي ډول په علمي برخه کې، د هرې ټولنې د پرمختګ او پر مختګ له مهمو او بنسټیزو عناصرو څخه شمېرل کېږي.

د دایکندی پوهنتون په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې پوهنځی تل د تدریس، زده کړې او څېړنې د کیفیت د ښه والي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي او هم به یې دوام ورکړي. دا پوهنځی نه شي کولای چې د ملي او نړیوالو علمي معیارونو له پلي کولو پرته خپلو علمي، څېړنیزو او روزنیزو موخو ته ورسېږي او د لوړ کیفیت لرونکي مسلکي او مسئول کادرونه وروزي.

د تدریس، زده کړې، څېړنې او نورو علمي فعالیتونو معیاري او منظم تطبیق د ټولنې او هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره، ټول علمي او اداري کادرونه هڅه کوي چې خپلې دندې په غوره ډول ترسره کړي، ترڅو دا علمي بنسټ خپلو اساسي موخو او لوړ کیفیت ته ورسېږي.

د علمي او څېړنیزو پروګرامونو د تطبیق په موخه، د پوهنځي د ټولو غړو (علمي کادر، اداري کارکوونکو او محصلینو) ترمنځ ګڼ شمېر ناستې ترسره شوې دي، چې په ترڅ کې ټولې ننګونې، فرصتونه، قوتونه او کمزورۍ پېژندل شوي او د هغوی د ښه والي لپاره عملي اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي. د دې پروګرامونو اساسي موخه د زده کړې، څېړنې، ظرفیت لوړونې او د پوهنځي د ملي او نړیوال معیاري کولو لپاره د مناسب علمي چاپېریال رامنځته کول دي.

د ښوونې او روزنې پوهنځی د یوې لیسانس کچې تعلیمي ادارې په توګه هڅه کوي چې د زده کوونکو د زده کړې کیفیت لوړ کړي، څو د غوره تدریسي او څېړنیزو خدماتو په وړاندې کولو سره د هېواد په کچه ټاکل شوي اهداف تحقق ومومي. همدارنګه د هېواد د علمي او مسلکي زیربناوو د پراختیا ترڅنګ د مسلکي استادانو اړتیا پوره کړي او د لوړو زده کړو د اهدافو د تحقق لپاره زمینه برابره کړي.

په دې برخه کې، پوهنځی د متخصصو علمي کادرونو له مهارتونو څخه په استفادې، له ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره په همکارۍ، د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو او د مناسب تعلیمي او تحقیقي چاپېریال په برابرولو سره د علمي او اخلاقي اصولو په ساتنه ګامونه اخلي. د استادانو د علمي ظرفیت لوړول او د محصلینو د مسلکي مهارتونو ترلاسه کول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

الحاج مولوي بسم الله «نافذ»
د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس

 

د ښوونې او روزنې پوهنځی ستر اهداف

۱. د تعلیمي کیفیت کمّي او کیفي لوړوالی په ملي او نړیواله کچه.
۲. د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو (Accreditation) پروګرام بشپړ او مؤثر تطبیق.
۳. د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو علمي معیارونو پر بنسټ د ځوان نسل او محصلینو روزنه.
۴. د اسلامي او نړیوالو معیارونو مطابق د تحصیلي پروګرامونو رامنځته کول.
۵. د مؤثرې زده کړې، څېړنې او نورو علمي او اسلامي فعالیتونو لپاره د ارام او سالم علمي چاپېریال رامنځته کول.
۶. له هغو تعلیمي او علمي بنسټونو او ادارو سره د علمي او مسلکي همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول چې د ښوونې او روزنې خدمات وړاندې کوي.

 

 

 

 

د پوهنځی د رئیس پېژندپاڼه

الحاج مولوي بسم الله «نافذ»، د ملا عبدالغفور زوی، د ۱۳۶۶ هـ. ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نېټه د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د کند کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

نوموړي خپلې ابتدايي دیني زده کړې په همدې کلي کې ترسره کړې او د ۱۳۸۵ هـ. ش کال په منځ کې یې د همدې ولسوالۍ د انارجوي کلي د المنصوریه مدرسې کې خپلې دیني زده کړې بشپړې کړې.

الحاج مولوي بسم الله «نافذ» د ۱۳۸۵ هـ. ش کال په وروستیو کې د خپل پلرني ټاټوبي څخه پاکستان ته هجرت وکړ. د هجرت په دوران کې یې د دیني علومو د زده کړو ترڅنګ د امریکایي اشغال پر وړاندې د شهید الحاج نیازګل، الحاج ملا محمد لعل خالد او مولوي باري ګل طالب په ملتیا مسلح جهاد پیل کړ.

نوموړي د ۱۴۳۷ هـ. ق کال کې د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار په الفاروقیه مدرسه کې د عالمیه دورې د فراغت دستار وتاړه. له هغې وروسته یې د چهارچینو ولسوالۍ د انارجوي کلي کې د تدریس ترڅنګ د جهادي ډلې د سرپرستۍ مسئولیت هم پر غاړه درلود.

د دولتي ادارو کې د کار پیل

الحاج مولوي بسم الله «نافذ» د اسلامي امارت له بریا وروسته د دایکندي ولایت د د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایاتو اورېدلو ریاست کې د محتسب په توګه دنده ترسره کړه او همدارنګه یې د فقهي مجلس د معاونیت مسئولیت هم پر غاړه درلود.

نوموړي د خپلې مقدسې دندې په ترسره کولو کې د پاک نیت، اخلاص، علم او عمل له لارې په نه ستړې کېدونکي ډول د ټولنې د اصلاح، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې شپه او ورځ هڅې کولې او د علماوو په ملتیا یې د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړه.

الحاج مولوي بسم الله «نافذ» د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د ثور په ۲۸ نېټه د د لوړو زده کړو وزارت ته د پوهنتون دایکندی د وړاندیز پر بنسټ، او د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایاتو اورېدلو وزارت د موافقې او د ریاست الوزراء د منظوري وروسته، د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو او تر اوسه په صادقانه ډول خپلې علمي او اداري دندې ترسره کوي.

 

د ښوونې او روزنې پوهنځی د رئیس او اداري–خدماتي کارکوونکو شهرت

شمیره

نوم

تخلص

علمي رتبه

د زده‌کړې درجه

دنده

د اړیکې شمېره

برېښنالیک

1

الحاج مولوی بسم الله

نافذ

ندارد

معادل لیسانس

رئیس پوهنځی

0776280722

Asmailafghan112233@gmail.com

 

2

سلطان

همدرد

ندارد

لیسانس

مدیر تدریسی

0775707535

Sultan.hamdard2014@gmail.com

 

3

محمدجان

رضایی

"

لیسانس

مدیراجرائیه

0765837009

Mohammadjanr2020@gmail.com

 

4

علی خان

جعفری

"

لیسانس

مدیر لابرانت

0773065757

Alikhanjafari864@gmail.com

 

5

مهر علی

 

"

0

خدماتی

0776736845

ندارد

6

احمد

 

"

0

باغبان

0765050848

ندارد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ریاضي څانګې شناسنامه

د ریاضي څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د ریاضي او فزیک څانګه په ۱۳۹۳ هـ. ش کال کې د پوهنتون دایکندی د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه، او په همدې کال کې یې لومړی ځل ۶۰ تنه محصلین جذب کړل.

په لومړي کال کې د دې څانګې علمي کادر ۲ تنه وو، چې په ۱۳۹۶ کال کې ۱ تنه نور ورزیات شو. په همدې کال کې دغه څانګه په دوو بېلو څانګو (ریاضي او فزیک) ووېشل شوه. وروسته په ۱۳۹۷ کال کې یو بل علمي غړی هم ورزیات شو، چې په اوسني وخت کې دغه څانګه ۴ تنه علمي کادر غړي لري چې ټول د ماسټرۍ په سویه دي.

تر اوسه پورې د دې څانګې له اوو دورو فراغتونو څخه ۱۷۳ تنه محصلین فارغ شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۱۷ تنه نارینه او ۵۶ تنه ښځینه دي.

لیدلوری (Vision)

د ریاضي څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی، چې هدف یې د ریاضي په برخه کې د متخصصو او باخبره کادرونو روزنه او د ټولنې او د کار بازار د اړتیاوو مطابق د معیاري او باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول دي.

مأموریت (Mission)

د ریاضي څانګه د محصلینو د مسلکي پوهې د ودې او لوړولو، او د تخصصي ریاضي علم د زده کړې د زمینې د برابرولو مسوولیت لري، څو د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ علمي ظرفیتونه لوړ کړي.

د ریاضي څانګې تعلیمي اهداف

  • د متخصصو، متعهدو ښوونکو او استادانو روزنه او د هغوی ګمارنه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې.
  • د محصلینو اشنا کول له معاصر ریاضي علم سره.
  • د ریاضي اهمیت په طبیعي او ټولنیزو علومو کې.
  • په نړیواله او ټولنیزه کچه د ریاضي مقام او ارزښت پېژندنه.
  • د علومو او تخنیک په پرمختګ کې د ریاضي بنسټیز رول.
  • د ریاضي متخصصینو روزنه د معارف وزارت د علمي مرکزونو او ښوونځیو لپاره.
  • د خلاق، کارآفرین او نوښتګرو محصلینو روزنه د معاصر علمي دستاوردونو پر بنسټ.
  • د علمي کادر د څېړنیزو او تدریسي مهارتونو لوړول د نړیوال پرمختګ سره سم.
  • د ریاضي په برخه کې علمي څېړنې او د ملي او نړیوالو مجلو له لارې خپرول.
  • د درسي نصاب او تعلیمي پروګرامونو اصلاح او عصري کول د ټولنې د اړتیاوو مطابق.
  • د ملي او نړیوالو خدماتو وړاندې کول.

 

متوقع پایلې

  • په ریاضي کې د مسلکي پوهې او د مسایلو د حل مهارت ترلاسه کول.
  • د اوسني وضعیت له ښه والي سره د ښوونیزو رهبرانو، څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزنه.
  • د علمي او څېړنیزو خدماتو وړاندې کول په لوړ کیفیت سره.
  • د داسې استادانو، ښوونکو او رهبرانو روزنه چې مسلکي مهارتونه، تدریسي وړتیاوې، علمي صداقت او اخلاقي ارزښتونه ولري، پرته له قومي، ژبني، نژادي، سیمه‌ییز او جنسیتي توپیر څخه.

 

د ریاضي څانګې د فارغانو تعریف

د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي څانګې پروګرام د دې لپاره جوړ شوی چې د پوهنتونونو، دارالمعلمینونو، انسټیټیوټونو او دولتي او خصوصي ښوونځیو لپاره مسلکي کادرونه وروزي.

د دې پروګرام له مخې، هغه کس د لیسانس فارغ بلل کېږي چې لږ تر لږه ۱۳۶ تحصیلي کریډیټونه په څلور کلن (۸ سمسترونو) دوره کې بشپړ کړي او د پوهې، مهارتونو او چلند په برخه کې لاندې ځانګړتیاوې ولري:

په علمي برخه کې:

د ریاضي فارغ باید د لیسانس په کچه د ریاضي تیوریو، تحلیل او د مسایلو د حل په برخه کې بشپړ تسلط ولري.

په مهارتونو کې:

د ریاضي فارغ باید د څېړنې، تحلیل، تدریسي مهارتونو، معاصرو تدریسي میتودونو، کمپیوټري پروګرامونو او انګلیسي ژبې له بنسټیزو مهارتونو سره بلد وي.

په چلند کې:

د ریاضي فارغ باید ښه اخلاق، علمي مسلکي چلند، د اسلامي او انساني ارزښتونو ژمنتیا او د هېواد پالنې احساس ولري، او ځان د هېواد د پرمختګ مسوول وبولي.

 

 

د ریاضي څانګې د استادانو شهرت

شمیره

نوم

تخلص

علمی

رتبه

درجه تحصیل

دنده

اړیکې شمېره

برېښنالیک

1

محمدعلی

زیرک

پوهنمل

ماستر

استاد

0771803069

zeerak@dhei.edu.af

 

2

ضیا

وحدت

پوهنیار

ماستر

آمر رشته

0777828559

Zia.wahdat44@gmail.com

 

3

عباس

پویا

پوهنمل

ماستر

استاد

0774696598

Abbaspoya1372@gmail.com

 

4

علی یاور

زاهدی

قراردادی

لیسانس

استاد

0771471438

Aliyawarzahidi0@gmail.com

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دفزیک څانګې شناسنامه

د فزیک څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د فزیک څانګه د پوهنتون دایکندی د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی. دا څانګه په ۱۳۹۳ هـ. ش کال کې د ریاضي څانګې سره یو ځای تأسیس شوه. په ۱۳۹۴ کال کې یې د کانکور د آزادې سیالۍ له لارې ۶۰ تنه محصلین جذب کړل.

په ۱۳۹۶ کال کې دا څانګه له ریاضي څانګې څخه جلا او په یوه خپلواکه فارغ ورکوونکې څانګه بدله شوه. تر اوسه پورې دې څانګې په اوو بریالیو دورو کې ۱۶۵ تنه محصلین فارغ کړي دي، چې له دې جملې څخه ۱۱۰ تنه نارینه او ۵۵ تنه ښځینه دي.

دا څانګه اوس مهال ۵ تنه علمي کادر غړي لري، چې له دې ډلې ۳ تنه د ماسټرۍ درجې لرونکي او ۲ تنه د ماسټرۍ په دوره کې زده کړې کوي. همدارنګه په اوسني وخت کې ۲۸ تنه نارینه محصلین په دې څانګه کې په زده کړو بوخت دي.

لیدلوری (Vision)

د فزیک څانګه هڅه کوي داسې متخصص، مسلکي او فعال استادان، ښوونکي او علمي رهبران ټولنې ته وړاندې کړي چې د فزیک په برخه کې د تدریس، څېړنې او تدریسي مهارتونو له پلوه لوړ علمي ظرفیت ولري، او د مسلکي تعهد او صداقت له مخې پرته له ژبې، قوم، نژاد، سیمې او جنسیت څخه معیاري علمي روزنه ترلاسه کړي.

مأموریت (Mission)

د فزیک څانګه ملي او منل شوي علمي پروګرامونه، د نوي تعلیمي نصاب په ګډون، د فزیک په برخه کې د متخصصو او مسلکي استادانو د روزنې لپاره وړاندې کوي، څو د پوهنتونونو، د ښوونکو روزنې مؤسسو او د هېواد د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه د لیسانس په سویه د فزیک تحصیلي پروګرام د ښوونځیو فارغانو، د دارالمعلمینونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو او د دولتي او خصوصي ښوونځیو فعاله ښوونکو لپاره برابروي.

 

د فزیک څانګې تعلیمي اهداف

  • د علمي زده کړو او څېړنو پر بنسټ تمرکز.
  • د درسي او مرستندویه کتابونو تألیف او ژباړه.
  • د معیاري تدریس میتودونو او پرمختللې ټکنالوژۍ کارول.
  • د د معارف وزارت سره همغږي او ګډ کار.
  • د علمي کادر د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول.
  • د معیاري تدریس طریقو روزنه.
  • د باکیفیته تدریس او زده کړې لپاره هڅې.
  • د فزیک څانګې لپاره مجهز کتابتون رامنځته کول.
  • د محصلینو او استادانو لپاره د فزیک د زده کړو مرکز جوړول.

 

متوقع پایلې

  • په فزیک کې د مسلکي پوهې او د مسایلو د حل مهارت ترلاسه کول.
  • د اوسني وضعیت له ښه والي سره د ښوونیزو رهبرانو، څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزنه چې د تعلیمي نظام اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.
  • د فزیک په برخه کې د لوړ کیفیت علمي او څېړنیزو خدماتو وړاندې کول.
  • د استادانو او ښوونکو علمي، تخصصي او مسلکي روزنه د تدریس، څېړنې او تدریسي مهارتونو په پیاوړتیا تمرکز سره، د مسلکي تعهد او صداقت په درلودلو، پرته له ژبې، قوم، نژاد، سیمې او جنسیت څخه.

 

د فزیک څانګې د فارغانو تعریف

د فزیک څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دې لپاره رامنځته شوې چې د پوهنتونونو، دارالمعلمینونو، انسټیټیوټونو او دولتي او خصوصي ښوونځیو لپاره مسلکي کادرونه وروزي.

د دې برنامې له مخې، هغه کس د لیسانس فارغ بلل کېږي چې لږ تر لږه ۱۶۲ تحصیلي کریډیټونه په څلور کلن (۸ سمسترونو) دوره کې بشپړ کړي او د پوهې، مهارتونو او چلند له اړخه د ټولنې اړتیاوې پوره کړي.

د فزیک څانګې فارغ باید د لیسانس په کچه د فزیک د موضوعاتو (تحلیل، تجزیه، تشریح او د مسایلو حل) بشپړ تسلط ولري او علمي ځوابونه وړاندې کړي.

د فزیک څانګې د علمي کادر غړو شهرت

شماره

اسم

تخلص

رتبه علمی

درجه تحصیل

وظیفه

شماره تماس

ایمل

1

سید انور

سیرت

پوهنمل

ماستر

استاد

0771203522

Anwarsirat7@gmail.com

 

2

الله یار

انوش

پوهنیار

ماستر

استاد

0775010019

allahyaranosh@dhei.edu.af

 

3

رضا

حیدری

نامزد پوهنیار

ماستر

آمر رشته

0764750531

Mrh.haidari@gmail.com

 

4

رضا

رویش

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0779107595

Reza.royesh2018@gmail.com

 

 

5

مرتضی

شریفی

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0778846496

Murtazasharifi22@gmail.com

 

 

 

د کیمیا څانګې شناسنامه

د کیمیا څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د کیمیا څانګه د پوهنتون دایکندی د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی، چې د علمي کادرونو، مسلکي ښوونکو او متخصصو کارپوهانو د روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوي معیاري تحصیلي نصاب پر بنسټ فعالیت کوي.

دا څانګه په ۱۳۹۳ هـ. ش کال کې د «کیمیا او بیولوژي» تر نوم لاندې د ښوونې او روزنې پوهنځي په جوړښت کې تأسیس شوه، او په ۱۳۹۶ کال کې د «کیمیا» په نوم په یوه خپلواکه څانګه بدله شوه.

اوس مهال دا څانګه ۴ تنه علمي کادر غړي لري، چې له دې ډلې ۱ تنه د ماسټرۍ درجې لرونکی، ۲ تنه لیسانس لرونکي او ۱ تنه د ماسټرۍ په دوره کې زده کړې کوي. تر اوسه پورې دې څانګې تر ۱۴۰۴ هـ. ش کال پورې ۷ بریالي دورې فراغت ترسره کړي دي، چې په مجموع کې ۱۵۸ تنه فارغان لري؛ له دې جملې څخه ۱۰۰ تنه نارینه او ۵۸ تنه ښځینه دي. په اوسني وخت کې ۲۲ تنه نارینه محصلین په دې څانګه کې په زده کړو بوخت دي.

لیدلوری (Vision)

د کیمیا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې داسې علمي واحد دی چې هدف یې د کیمیا په برخه کې د آگاهو، متخصصو ښوونکو، مسلکي کادرونو او فعالو رهبرانو روزنه ده. دغه څانګه هڅه کوي د تدریس، څېړنې او تدریسي مهارتونو په برخه کې داسې مسلکي ځواک وړاندې کړي چې د اسلامي، انساني او علمي ارزښتونو پر بنسټ، پرته له ژبې، قوم، نژاد، سیمې او جنسیت څخه د ټولنې او د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.

 

مأموریت (Mission)

د کیمیا څانګې مأموریت د داسې محصلینو روزنه ده چې د موادو د جوړښت او چلند د دقیقې پېژندنې له لارې د علمي او عملي مسایلو د حل وړتیا ترلاسه کړي.

دا برنامه د نظري او عملي معتبرې زده کړې له لارې د څېړنې روحیه، علمي دقت او د کیمیايي پوهې مسئولانه کارونه پیاوړي کوي، څو فارغان وکولای شي په څېړنیزو، صنعتي او چاپېریالي برخو کې مؤثر رول ادا کړي.

د کیمیا څانګې تعلیمي اهداف

  • د کیمیا په بېلابېلو برخو کې د باکیفیته تدریس، څېړنې او زده کړې لپاره مناسب علمي چاپېریال برابرول.
  • د مسلکي، متعهدو ښوونکو او متخصصو کادرونو روزنه او ګمارنه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې.
  • د کیمیا علم د اهمیت او د نورو طبیعي او ساینسي علومو سره د اړیکې پېژندنه.
  • د نوې او پرمختللې تحصیلي نصاب معرفي کول.
  • د معتبرو داخلي او بهرنیو سرچینو او کتابونو برابرول او معرفي کول.
  • د هر صنف لپاره د علمي مشاور استادانو ټاکل د محصلینو د لارښوونې لپاره.
  • د حضوري او غیرحضوري زده کړو لپاره مجهز کتابتون رامنځته کول.

متوقع پایلې

د کیمیا څانګه هڅه کوي چې یو منظم، فعال او د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق علمي بنسټ رامنځته کړي، چې د مسلکي، متعهدو، ایماندارو او وفادارو استادانو او ښوونکو روزنه وکړي.

دغه څانګه هیله لري داسې فارغان وړاندې کړي چې له قومي، مذهبي، ژبني او سیمه‌ییزو تعصباتو څخه پاک وي او په ملي او نړیواله کچه د کیمیا په برخه کې د نورو هېوادونو له فارغانو سره سیالي وکړای شي، او خپل علمي او مسلکي رسالت د الله تعالی، ملت او ټولنې په وړاندې په صداقت سره ترسره کړي.

د کیمیا څانګې د فارغانو تعریف

د کیمیا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دې لپاره رامنځته شوې چې د پوهنتونونو، د ښوونکو روزنې مؤسسو، انسټیټیوټونو او دولتي او خصوصي ښوونځیو لپاره مسلکي او متخصص کادرونه وروزي.

د دې پروګرام له مخې، هغه کس د لیسانس فارغ بلل کېږي چې لږ تر لږه ۱۳۶ تحصیلي کریډیټونه په څلور کلن (۸ سمسترونو) دوره کې بشپړ کړي او د پوهې، مهارتونو او چلند له اړخه لاندې شرایط پوره کړي:

الف) د پوهې برخه:

فارغ باید د کیمیا په بنسټیزو موضوعاتو (عضوي، غیرعضوي او فزیکي کیمیا) کې کافي پوهه ولري، او د موادو تحلیل، تجزیه او عملي کارونو وړتیا ولري، ترڅو د صنعت، ساینس، طب، زراعت او نورو برخو کې د کیمیا رول درک کړي.

ب) د مهارتونو برخه:

فارغ باید د انګلیسي ژبې او تخصصي کیمیايي اصطلاحاتو سره بلد وي، علمي مقالې ترتیب او لیکلای شي، او د Chemdraw، MS Office او نورو کمپیوټري پروګرامونو کارولو مهارت ولري، ترڅو علمي او عملي ستونزې حل کړي.

ج) د چلند برخه:

فارغ باید ښه اخلاق، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، دیني او انساني احترام، علمي صداقت، د عدالت پلي کول او د هېواد او مسلک سره وفاداري ولري، او په ټولو چارو کې الله تعالی حاضر، ناظر او حساب اخیستونکی وبولي.

د اړتیا سنجونه (د هېواد او بازار اړتیا)

کیمیا د ساینسي علومو له مهمو څانګو څخه ده، چې په صنعتي تولیداتو، معدني موادو، درمل جوړولو، کرنې او نورو عملي برخو کې ځانګړی اهمیت لري.

په ښوونځیو کې د کیمیا مسلکي ښوونکو ته جدي اړتیا شته، او همدارنګه په زراعت او صنعت کې د کیمیا متخصصین د کیمیاوي سرې، درملو او پولیمرونو د تولید لپاره اړین دي.

د کیمیا څانګې لابراتوار

د کیمیا څانګې لابراتوار یو مجهز عملي مرکز دی چې د سهار له ۸ بجو تر مازیګر ۴ بجو پورې د محصلینو او استادانو پر مخ خلاص وي. محصلین پکې د موجودو وسایلو او موادو په مرسته خپل عملي او تجربوي کارونه ترسره کوي.

د فارغانو د کار ساحه

کیمیا د ساینسي علومو مهمه څانګه ده چې په صنعتي تولیداتو، معدني موادو او نورو عملي برخو کې مهم رول لري.

د دې څانګې فارغان کولی شي:

  • د پوهنتونونو علمي کادرونو کمښت پوره کړي.
  • په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د کیمیا تدریس ترسره کړي.
  • د لابراتوارونو مشري او لارښوونه وکړي.
  • په ملي او نړیوالو تحقیقي ادارو کې علمي همکاري وکړي.

 

 

 

 

 

 

د کیمیا څانګې د علمي کادر غړو شهرت

شماره

اسم

تخلص

رتبه علمی

درجه تحصیل

وظیفه

شماره تماس

ایمل

1

سید محمد

رامش

پوهنمل

ماستر

آمر رشته

0778214499

Sm.ramish110@gmail.com

2

غلام محمد

همدرد

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0773601107

Ghulammohammadhamdard20@gmail.com

 

3

جمعه خان

واثق

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0774758601

jumakhan.wasiq33@gmial.com

4

نظر علی

یزدانی

پوهنیار

لیسانس

استاد

0799724610

nazaraliyazdani919@gmail.com

 

 

 

د بیولوژۍ څانګې شناسنامه

د بیولوژۍ څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د کیمیا او بیولوژۍ څانګه په ۱۳۹۳ هـ. ش کال کې د پوهنتون دایکندی د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه، او په ۱۳۹۶ کال کې په دوو جلا څانګو (کیمیا او بیولوژي) ووېشل شوه.

په اوسني وخت کې د بیولوژۍ څانګه ۶ تنه علمي کادر غړي لري، چې له دې ډلې ۲ تنه د ماسټرۍ درجې لرونکي، ۲ تنه د هېواد څخه بهر د ماسټرۍ په دوره کې زده کړې کوي، او ۲ تنه لیسانس لرونکي دي.

دې څانګې تر اوسه پورې ۷ بریالي دورې فراغت ترسره کړي دي، چې په مجموع کې ۱۷۴ تنه فارغان لري؛ له دې جملې څخه ۱۰۰ تنه نارینه او ۷۴ تنه ښځینه دي. د وروستۍ احصایې له مخې، ۸۰ سلنه فارغان په دولتي ادارو او نړیوالو مؤسسو کې په دندو بوخت دي.

په اوسني وخت کې په دې څانګه کې ۵۶ تنه نارینه محصلین په زده کړو بوخت دي.

لیدلوری (Vision)

د بیولوژۍ څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی، چې هدف یې د طبیعي علومو په برخه کې د آگاهو او متخصصو کادرونو روزنه او د ټولنې او د کار بازار د اړتیاوو مطابق د معیاري او باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول دي.

مأموریت (Mission)

د بیولوژۍ څانګه د محصلینو د مسلکي پوهې د ودې، د عصري مهارتونو د لوړولو او د تخصصي علمي زده کړو د زمینې برابرولو مسوولیت لري، څو د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د ساینسي علومو اړوند ظرفیتونه پیاوړي کړي.

 

 

 

د بیولوژۍ څانګې تعلیمي اهداف

  • د معیاري تدریس او پرمختللې ټکنالوژۍ کارول د مسلکي او متعهدو ښوونکو د روزنې لپاره.
  • د علمي او مسلکي پوهې د کچې لوړول.
  • د طبیعي علومو په برخه کې د محصلینو د درک او مهارتونو پراختیا.
  • د باکیفیته تدریس او څېړنې لپاره د عصري میتودونو تطبیق.

متوقع پایلې

د بیولوژۍ څانګه هڅه کوي چې یو منظم، فعال او د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق علمي بنسټ رامنځته کړي.

دا څانګه د خپلو موخو له مخې داسې فارغان روزي چې مسلکي، متخصص، متعهد، ایماندار او د انساني او ملي ارزښتونو وفادار وي.

همدارنګه تمه لري چې داسې فارغان وړاندې کړي چې له قومي، مذهبي، ژبني او سیمه‌ییزو تعصباتو څخه پاک وي او په ملي کچه د بیولوژۍ په برخه کې له نورو پوهنتونونو سره سیالي وکړای شي، څو خپل علمي او مسلکي رسالت په صداقت سره ترسره کړي.

د بیولوژۍ څانګې د فارغانو تعریف

د بیولوژۍ څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دې لپاره رامنځته شوې چې د پوهنتونونو، د ښوونکو روزنې مؤسسو، انسټیټیوټونو او دولتي او خصوصي ښوونځیو لپاره مسلکي کادرونه وروزي.

د دې پروګرام له مخې، هغه کس د لیسانس فارغ بلل کېږي چې لږ تر لږه ۱۴۶ تحصیلي کریډیټونه په څلور کلن (۸ سمسترونو) دوره کې بشپړ کړي او په ټولو علمي برخو کې د بیولوژۍ په موضوعاتو بشپړ مسلکي تسلط ولري.

 

د بیولوژۍ څانګې د علمي کادر غړو شهرت

شماره

اسم

تخلص

رتبه علمی

درجه تحصیل

وظیفه

شماره تماس

ایمل

1

سید محمد

هاشمی

نامزدپوهنیار

لیسانش

آمر رشته

776985118

s.m.hashimy11@gmail.com

2

اسدالله

آروین

پوهنیار

ماستر

استاد

7729828

as.shentiya@gmail.com

3

محمد حمید

محمدی

پوهنیار

ماستر

استاد

0771030209

hami.mohammadi1030@gmail.com

4

حامد

محمدی

پوهنیار

ماستر

استاد

775195375

mohammadihamed447@gmail.com

5

مرتضی

رضایی

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

766962631

murtazarazai223@gmail.com

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې شناسنامه

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه د پوهنتون دایکندی د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی، چې په ۱۴۰۴ هـ. ش کال کې تأسیس شوی دی.

په اوسني وخت کې دا څانګه ۴ تنه علمي کادر غړي لري چې ټول د لیسانس په سویه دي، او د ۱۴۰۵ هـ. ش کال کانکور لپاره عملاً د محصلینو د جذب بهیر پیلوي.

لیدلوری (Vision)

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه هڅه کوي داسې متخصص، مسلکي او فعال استادان او رهبران وروزي چې د تدریس، څېړنې او تدریسي مهارتونو په برخه کې لوړ ظرفیت ولري، او د مسلکي تعهد او صداقت له مخې پرته له ژبې، قوم، نژاد، سیمې او جنسیت څخه معیاري علمي او تخصصي روزنه ټولنې ته وړاندې کړي.

مأموریت (Mission)

دا څانګه ملي کچې ته د منل شویو علمي پروګرامونو، په ځانګړي ډول د نوي تعلیمي نصاب په ګډون، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د متخصصو او مسلکي ښوونکو د روزنې لپاره وړاندې کوي، څو د پوهنتونونو، د ښوونکو روزنې مؤسسو او د هېواد د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه د لیسانس په سویه تحصیلي پروګرام د ښوونځیو فارغانو، د دارالمعلمینونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو او د دولتي او خصوصي ښوونځیو فعاله ښوونکو لپاره برابروي.

د انګلیسي څانګې تعلیمي اهداف

  • د علمي زده کړو او څېړنو پر بنسټ تمرکز.
  • د درسي او مرستندویه کتابونو تألیف او ژباړه.
  • د معیاري تدریس میتودونو او ټکنالوژۍ کارول.
  • له د معارف وزارت سره همغږي او ګډ کار.
  • د علمي کادر د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول.
  • د معیاري تدریس طریقو روزنه.
  • د باکیفیته تدریس د ښه والي لپاره هڅې.
  • د انګلیسي څانګې لپاره مجهز کتابتون جوړول.
  • د محصلینو او استادانو لپاره د تعلیمي برنامو د زده کړې مرکز رامنځته کول.

 

 

متوقع پایلې

  • په ادبي اصولو او انګلیسي ژبه کې د مسلکي پوهې او مهارت ترلاسه کول.
  • د اوسني وضعیت له ښه والي سره د ښوونیزو رهبرانو، څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزنه چې د تعلیمي نظام اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.
  • د انګلیسي ژبې په برخه کې د لوړ کیفیت علمي او څېړنیزو خدماتو وړاندې کول.
  • د استادانو او ښوونکو علمي، تخصصي او مسلکي روزنه د تدریس، څېړنې او تدریسي مهارتونو په پیاوړتیا تمرکز سره، د مسلکي تعهد او صداقت په درلودلو، پرته له ژبې، قوم، نژاد، سیمې او جنسیت څخه.

 

د انګلیسي څانګې د علمي کادر غړو شهرت

شماره

اسم

تخلص

رتبه علمی

درجه تحصیل

وظیفه

شماره تماس

ایمیل

1

صلاح الدین

غفوری

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0778994740

Salahuddinghafoori2023@gmail.com

 

2

علی

میرزایی

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0767369980

Alimerzaye2020@gmail.com

 

3

حسین رضا

فرهمند

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0771485821

Hussainreze55@mand.com

 

 

4

محمد اعظیم

جویا

نامزد پوهنیار

لیسانس

استاد

0765724073

Mohammadazimm12@gmail.com

 

 

front message

د دایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

6 میاشتې ۱ اونی ago

  الحمدلله رب العالمین الصلاة و السلام علی اشرف الانبیاء و المرسلین سیدنا محمد و علی آله و صحبه و من تبعهم بإحسان إلی یوم الدین.

خو بیا هم: پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د هیواد له لومړنیو ښوونیزو بنسټونو څخه دي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام تر رهبرۍ لاندې د هیواد د بچیانو د روزلو او روزنې په موخه فعالیت کوي. او په نننۍ ټولنه کې د کارو بار د غوښتنې پر بنسټ د بشري منابعو په توګه د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت د اهدافو د تحقق لپاره په ټول عزم او استقامت سره د هیواد د تعلیمي ادارو په استازیتوب کار کوي. د اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري ودې بنسټیزه دنده هم په غاړه لري، لکه څنګه چې په وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت رهبري د لوړو زده کړو د نظام د بیا رغولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. د تعلیمي موسسو کیفي وده ترڅو د لوړو زده کړو موسسې وکولی شي د ټولنې مخ پر ودې اړتیاوو ته ځواب ووایي او د دریم نسل پوهنتونونو کچې ته ورسیږي چې پرمختللو ټولنو ترلاسه کړي، پرته له شکه چې د هیواد ډیری تعلیمي موسسې پاتې دي، پرته له لومړي څخه. هغه نسل چې اساساً د درجې په کچه دی، په داسې حال کې چې نن ورځ د هېواد ځینې تعلیمي بنسټونه دویم نسل (ساینس ته متوجه) ته رسېدلي او له اوسني وضعیت سره به ډېر ژر د درېیم نسل شاهدان واوسو. یا د تولید پر لور نسل، موږ به د هیواد پوهنتونونه وي، چې د تولید، د هیواد د صنعت او اقتصاد په پیاوړتیا کې به اړین رول ولوبوي او د خلکو په ژوند کې به د مثبت بدلون لامل شي. بې له شکه د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هڅې بې نتیجې پاتې شوې او نن ورځ موږ د هیواد د لوړو زده کړو په موسسو کې د تیرو کلونو په پرتله د کیفیت له پلوه د بدلون او پرمختګ شاهدان یو، که څه هم په کمیتي لحاظ. د هیواد د تعلیمي ادارو او له دې سره سم په تیرو شلو کلونو کې د تعلیمي پروګرامونو زیاتوالی په دې وروستیو کې یو څه ډیر زیات شوی دی، خو باید هیر نکړو چې یوازې د کمیت سره معامله نه شي کولای اساسي اهدافو ته ورسیږو. د کار بازار د غوښتنې او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د بشري منابعو روزل او برابرول، د هېواد د لوړو زده کړو وزارتونو او تحصیلي بنسټونو ته ځای ورکړل شوی، د لوړو زده کړو موسسو کیفیت ته پاملرنه شوې او لکه څنګه چې د اړوندو اړخونو د هڅو په پایله کې د لوړو زده کړو موسسو کیفیت ته په پام سره ارزښتناک ګامونه پورته شوي چې د پام وړ بریالیتوب دی، د دې لاسته راوړنو له جملې څخه د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو ریاست کې د خپلواکو بستونو رامنځته کول دي. د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو کمیټې د دندو د قانون مسوده، د ساینسي برنامو بیاکتنې (APR) پلي کول، د مالي ملاتړ پلي کول، د زیربنایي پروژو پلي کول، د خپرونو او مجلو ملاتړ، علمي او د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو ته د پروفیسورانو لیږل شامل دي. د کیفي ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ګامونه کولی شي د تعلیمي موسسو ساینسي پرمختګ ته اشاره وکړي.

      د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه چې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې موقعیت لري، په هیواد کې یو له نویو تاسیس شویو او مخ پر ودې موسسو څخه دی او د لوړو زده کړو د لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین پروګرامونو پلي کولو او تطبیق ته ژمن دی. د لوړو زده کړو وزارت او د معیاري سایز په برخه کې هڅه کوي چې د یوې معیاري تعلیمي موسسې په توګه په علمي، تحصیلي، څیړنیزو او خدماتي پروګرامونو کې په ملي او نړیواله کچه ویاړ ترلاسه کړي، په دې نظر د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او د کیفیت د لوړولو محترم ریاست او باورلیک په صادقانه توګه هڅه کړې چې ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې څانګې او د کیفیت د ښه والي او اعتبار ورکولو معیارونو پراساس د لوړو زده کړو موسسې برنامې تنظیم کړي؛ د بیاکتنې بورډ لخوا بیاکتنې ته چمتو شي.

      په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړولو او د اعتبار ورکولو د پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د محترمو علمي، مالي او اداري مرستیالانو له هر اړخیز ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې، د پوهنځیو محترمو رئیسانو، د کیفیت د ښه والي او اعتبار ورکولو محترم ریاست، د کمیټې له ټولو هغو محترمو څخه چې د دایکندي د انستیتوت د ۱۴۰۱ کال د ځان ارزونې د راپور په چمتو کولو او ترتیب کې یې زیار ایستلی، مننه او قدرداني کوم. د لوړو زده کړو موسسه او د لوی خدای له دربار څخه ورته د لا بریالیتوب هیله کوم.

 

  د دايکنډي د لوړو زده کړو موسسې رئيس انجنير محمد ناصر حنظله

Boss