د شریعت پوهنځی
د شرعیاتو پوهنځي پېژندنه او لنډ تاریخچه
د شرعیاتو پوهنځی د پوهنتونونو په چوکاټ کې یو تحصیلي او تحقیقي واحد دی چې موخه یې د ديني چارو د پوهانو، متخصصینو او مسلکي کدرونو روزنه او زدهکړه ده. دغه پوهنځی په بېلابېلو برخو کې لکه عدلي او قضایي بنسټونو، د ښوونې او روزنې په برخه، ارشاد او دعوت، د فقه او قانون او د تعلیماتو اسلامي په رشتو کې کدرونه روزي.
د دایکندی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د پوهنتون په بدنه کې د دوو څانګو (فقه جعفري او تعلیمات اسلامي) په درلودلو سره تاسیس شو او د لومړي کال لپاره یې ۶۰ تنه محصلین په دواړو څانګو کې جذب کړل. د دې محصلینو تدریس د څلورو تنو رسمي کادري استادانو او یو شمېر افتخاري استادانو له لوري پرمخ وړل کېده. د ټولو ستونزو او سختیو سره د زغم او هڅو په پایله کې، له دوو کلونو وروسته په درېیم کال کې د پوهنځي استادانو شمېر ۶ تنو ته ورسېد او د محصلینو شمېر یې په دواړو دیپارتمنتونو کې ۱۲۳ تنو ته لوړ شو.
شرعیاتو پوهنځي په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د «عقیده او فلسفې» د څانګې د جوړېدو پروپوزل ترتیب او د علمي معاونیت له لارې وزارت ته ولېږه او هیله مند دی چې د وزارت له خوا د دې څانګې د ایجاد منظوري ورکړل شي.
اوس مهال د شرعیاتو پوهنځی څلور څانګې لري: د فقه او قانون ، تعلیمات اسلامي.، عقیده اسلامي او د اسلامي ثقافت څانکه په مجموع کې په څلورو څانګو کې ۲۹ تنه کادري استادان فعالیت لري، برسېره پر دې یو شمېر همکار استادان هم ورسره شته. د یادونې وړ ده چې د دغه پوهنځي دوه څانګې چې د فقه او قانون او تعلیمات اسلامي څانګو څځه عبارت دي فارغ ورکونکې او دوه نوری څانګې چي د اسلامي ثقافت او عقیده او فلسفي د څانګو څځه عبارت دي غیر فارغ ورکونکې دي.
|
د شرعیات پوهنځی د استادانو شهرت جدول |
||||||||
|
شمیره |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
علمی رتبه |
تحصیل درجه |
دنده |
پوهنحی |
څانګه |
|
|
د فقه وقانون څانګی د استادانو دشهرت جدول |
|||||||
|
1 |
خیر محمد |
آمر زاده |
سردار محمد |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
د فقه وقانون څانګی آمر |
شرعیات |
فقه قانون |
|
2 |
شیرین آقا |
مصباح |
محمد کریم |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
فقه و قانون |
|
3 |
عصمت الله |
مدقق |
حسین داد |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
فقه و قانون |
|
4 |
بهرام |
حمیدی |
امرالله |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
فقه قانون |
|
5 |
قاری عبدوالفیاض |
فضلی |
عبدوالغنی |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
فقه قانون |
|
6 |
احمد ضیا |
زاهد |
سلطان مراد |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
فقه و قانون |
|
د اسلامی تعلمیاتو څانګی د استادانو دشهرت جدول |
||||||||
|
1 |
شراف الدین |
امیری |
امیر محمد |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
د اسلامی تعلیماتو څاګی آمر |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
2 |
محمد هاشم |
صالحی |
محمد ظفر |
پوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
3 |
اسد الله |
احسانی |
جمعه |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
4 |
سمع الحق |
سروری |
سرور |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
5 |
تاج محمد |
صالحی |
صالح محمد |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
6 |
عبدالمحفوظ |
عیار زاد |
عبدالقاهر |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
تعلیمات اسلامی |
|
د اسلامي ثقافت څانګی د استادانو د شهرت جدول |
||||||||
|
1 |
محمد قسیم |
احمدی |
احمد الله خان |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
د اسلامی ثقافت څانګی آمر |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
2 |
ضیاءوالدین |
حقانی |
محمد رحیم |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
3 |
محمد ولی |
ذاکری |
خداینظر |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
4 |
حضرت الله |
بهار |
حیات الله |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
5 |
مفتی محمد حسن |
موحد |
محمدابراهیم |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
6 |
موسی |
عثمانی |
حیدر |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
7 |
شاه محمد |
عمری |
صالح محمد |
پوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
8 |
عبدالمجید |
پردل |
عبدالمنان |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
9 |
امان الله |
سعادت |
رحمت ولی |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
ثقافت اسلامی |
|
د عقیده اوفلسفي څانګی د استادانو دشهرت جدول |
||||||||
|
1 |
صبغت الله |
صائن |
رحیم الله |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
عقیده وفلسفه |
|
2 |
عبدالرحمن |
صارم |
جهان شیر |
نوماندپوهنیار |
دوکتور |
استاد |
شرعیات |
عقیده وفلسفه |
|
3 |
عبدالواسع |
سهر |
عبدالواحد |
نوماندپوهنیار |
ماستر |
استاد |
شرعیات |
عقیده وفلسفه |
د شرعیاتو پوهنځي اهداف
د شرعیاتو پوهنځي اوږد مهاله اهداف
د دې پوهنځي اوږد مهاله اهداف د دایکندی پوهنتون او د لوړو زدهکړو وزارت له اوږد مالو اهدافو سره په مطابقت کې، د پوهنځي د رسالت او مأموریت پر بنسټ او د ټولنې او هېواد د اړتیاوو له مخې په لاندې برخو کې ټاکل شوي دي:
الف) د علمي او څېړنیزې برخې اهداف
- د تضمین کیفیت له پلوه اعتبار ترلاسه کول.
- د عقیدې او فلسفې دیپارتمنت جوړول.
- د اسلامي ثقافت د دیپارتمنت جوړول.
- د استادانو د علمي ظرفیت لوړول.
- د محصلینو د مسلکي مهارتونو روزنه او ارتقا.
- په اسلامي علومو کې د مسلکي او متعهد کادري غړو روزنه.
- د لا ډېرو علمي کدرونو جذب.
- د علمي او څېړنیزو پروګرامونو ترسره کول.
- د مطالعاتو او څېړنو پراختیا.
ب) د ادارې او زېربنا برخې اهداف
- سالم مدیریت.
- د نورو علمي او تخصصي بنسټونو سره د شرعیاتو پوهنځي اړیکې پیاوړې کول.
- د اوبو او برېښنا تأمینول.
- د کارکوونکو او محصلینو لپاره ځانګړی ډیټابېس جوړول.
- په معیاري ټکنالوژۍ وسایلو سره د درسي ټولګیو سمبالول.
- د پوهنځي لپاره د کتابتون جوړول.
- د حقوقي کلینیک پراختیا او له هغې څخه د محصلینو د عملي کارونو لپاره اغېزمنه ګټه اخیستنه.
ج) د تدریس او زدهکړې اهداف
په لاندې برخو کې د آګاه او ماهر کادر روزل د شرعیاتو پوهنځي له موخو څخه دي:
- د تفسیر، حدیث، فقه، اصول فقه او قانون په علومو کې.
- د افتاء، عدلي او قضایي دستګاه کې د کار او د جزایي، مدني او تجارتي قضیو د پرمخ وړلو لپاره.
- د شرعي احکامو د خپراوي، تطبیق، تدریس او نشر لپاره.
- د اعتدال غوښتنې د ترویج او د سالم ټولنیز تعامل لپاره.
د شرعیاتو پوهنځي لید او رسالت
۱. لید (Vision)
شرعیاتو پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه داسې قاضیان، حقوقپوهان، خطیبان، داعیان او مسلکي کدرونه روزي چې د تخصصي پوهې او مسلکي تعهد څښتنان وي.
۲. رسالت (Mission)
شرعیاتو پوهنځی ژمن دی چې د اسلامي اصولو پابند، مسلکي او متعهد کادرونه وړاندې کړي او د دیني، نړیوالو معیارونو او د نافذو قوانینو په رڼا کې سالم تعلیمي چاپېریال رامنځته کړي.
د شرعیاتو پوهنځي دیپارتمنتونه
اوس مهال د شرعیاتو پوهنځی په څلورو څانګو کې فعالیت کوي، چې عبارت دې له: فقه او قانون ، تعلیمات اسلامي.، عقیده اسلامي او د اسلامي ثقافت څنګې څځه.
د فقه او قانون څانګه
- د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی چې په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې جوړ شوی.
- اوس مهال درې فعال ټولګي لري او محصلین یې د عمومي کانکور، دیني مدرسو او ځانګړو لارو څخه جذبېږي.
- څانګه ۶ تنه کادري استادان لري (۳ ماستر، ۳ لیسانس).
لید (Vision)
د فقه او قانون څانګه یو فعال تحصیلي واحد دی چې موخه یې په قضا، څارنوالۍ، مدافع وکالت، افتاء او په فقهې ـ حقوقي برخه کې د لوړ کیفیت زدهکړې په ډګر کې د متخصصو کدرونو روزنه ده.
رسالت (Mission)
د فقه او قانون څانګه د محصلینو د مسلکي پوهې وده، د فقهې، حقوقي او اړوندو علومو د تخصصي زدهکړو زمینه برابرول او د ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې د علمي وړتیاوو لوړول خپل رسالت ګڼي.
د فقه او قانون څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه
د فقه او قانون څانکه د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی، چې موخه یې د قضا، څارنوالۍ، افتاء، مدافع وکالت، مشورې او حکومتدارې برخو کې د آګاه او متخصصو کدرونو روزنه ده. دغه څانګه هڅه کوي محصلین له فقه، اصول فقه او حقوقو سره د معیاري او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شویو نصابونو له لارې د متخصصو استادانو په مرسته ښه بلدتیا پیدا کړي.
د فقه او قانون څانګه په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوی او دا مهال (۲۹) کادري بستونه لري.
د فقه او قانون د څانګې تعلیمي اهداف
د دې څانګې موخه د آګاه او ماهر کدرونو روزنه ده:
- د افتاء او د عدلي ـ قضایي دستګاه په چوکاټ کې د کار کولو او د بېلابېلو جزایي، مدني او تجارتي قضیو د پرمخ وړلو لپاره متخصص کادرونو روزل.
- د خلکو او حکومت د فقهې اړتیاوو د ځواب ویلو او د فقهې په علمي برخو کې د نظر څرګندولو لپاره متخصص کادرونو روزل.
- د شریعت د تطبیق او د الهي قانون د حاکمیت د تعمیم او د ښه حکومتولۍ لپاره متخصص کادرونو روزل.
- د شرعي احکامو د تدریس، تطبیق، خپرولو او نشر لپاره متخصص کادرونو روزل.
- د اعتدال غوښتنې او سالم ټولنیز تعامل د ترویج لپاره متخصص کادرونو روزل.
د فقه او قانون څانګې متوقعه پایلې
- د فقهې اړوند د خلکو او دولت د اړتیاوو د ځواب ویلو، د قانون حاکمیت د تعمیم او د ښه حکومتولۍ د پلي کولو لپاره د پوهې او مهارت ترلاسه کول.
- د بېلابېلو جزایي، مدني او تجارتي دوسیو په ترتیب کې اړوند مهارتونه زده کول.
- د نویو قوانینو او تقنیني اسنادو د تسوید او جوړولو، او همدارنګه د تعدیل، زیاتولو او حذف د اړینو مواردو د تشخیص په برخه کې د اسلامي عقایدو پر بنسټ پوهه او مهارت ترلاسه کول.
- د اسلامي عقیدې، عدالت ، د انساني او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د عالي اخلاقو، سیرت او سلوک روزل، څو فارغین وکولای شي د عدلي او قضایي سیستم، وکالت مدافع او نورو حقوقي ـ شرعي بنسټونو لپاره دندې ترسره کړي.
- د قوانینو د ارزونې لپاره د مسلکي پوهې او مهارت ترلاسه کول څو وکولای شي د هېواد قوانین له اسلامي عقایدو سره د مطابقت له پلوه وڅېړي.
د فقه او قانون څانګې د فارغینو تعریف
د فقه او قانون څانګې فارغین هغه کسان دي چې د عدلي، قضایي، څارنوالۍ او وکالت اړوند علوم یې په علمي او مسلکي بڼه زده کړي او اړین عملي مهارتونه یې ترلاسه کړي . د دې برنامې موخه د لاندې برخو لپاره د متخصصو او مسلکي کدرونو روزنه ده.
- عدلي او قضایي بنسټونه.
- څارنوالۍ.
- مدافع وکالت.
- اوقاف.
- د اجرایي ادارو مشاورین.
- شرعي او حقوقي مشاورین.
- د پوهنتونونو تدریس.
- د محلي ادارو رهبري.
- د پالیسي جوړونې مرکزونه.
- مدني ټولنې.
- او د خصوصي مؤسسو حقوقي برخې او نور عامه سکتورونه.
د دې برنامې له مخې، هغه څوک فارغ ګڼل کېږي چې لږ تر لږه ۱۳۶ نه د څلور کلن تحصیلي دورې (۸ سمسترونو) په اوږدو کې بشپړ کړي او په پوهه، مهارتونو او سلوک کې د لاندې شرایطو څښتن وي:
۱. د پوهې په برخه کې
فارغ باید د لیسانس په کچه په لاندې برخو کې پوهه ولري:
- د اسلامي اصولو او عقایدو آګاهي.
- د اسلامي او ملي ارزښتونو درک.
- د شخړو د سوله ییز حل لارې.
- د ټولنیزو، کورنیو او حقوقي اړیکو د ټینګښت لارې.
- د اصولو، فقهې، حقوقو او قوانینو درک.
- د سیاست، دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو عمومي پوهه.
- د عامه ادارو د مدیریت لارې.
- د حقوقي مکتوبونو د لیکلو طریقه.
فارغ باید دنده او مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي، پر ځان باور ولري، د ملي منافعو او اسلامي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي، د فقهې او حقوقي علومو په برخه کې بااخلاقه او عالم شخصیت ولري څو د متخصص کدر په توګه په ټولنه کې و ځلیږی شي.
۲. د مهارتونو په برخه کې
فارغ باید:
- د عربي ژبې او قواعدو اړین مهارتونه زده کړي وي.
- د حقوقي، عدلي او قضایي اسنادو د ترتیب او لیک توان ولري.
- له کمپیوټري پروګرامونو (Office او نورو سره بلد وي.
- د روزنیزو پروګرامونو د تدویر او وینا کولو وړتیا ولري.
- د اړوندو برخو ستونزې د حل کولو وړتیا ولري.
۳. د سلوک په برخه کې
فارغ باید د خپلو مسلکي او تخصصي مضامینو له درسي برنامې څخه لاندی ارزښتونه زده کړي وي:
- د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی.
- ښه اخلاق او علمي چلند.
- دین پالنه او وطن پالنه.
- د دینی، حقوقي او انساني ارزښتونو درناوی.
فارغ باید په ټولو چارو کې عدالت تأمین کړي، د وطن او وظیفې سره متعهد وي او الله تعالی په خپلو ټولو کړنو کې حاضر، ناظر او حسابرس وګڼي.
د فقه او قانون د څانګې د فارغانو د کار ساحې
د فقه او قانون د څانګې فارغان کولای شي په دې برخو کې دندې ترسره کړي: قوه قضائیه، څارنوالی، د عدلیې وزارت، د حج او اوقافو وزارت، معارف (د اسلامي تعلیماتو آمریت)، د وکیلانو ټولنه، پوهنتونونه، علمي او فرهنګي مؤسسې او بنسټونه، د اجرائیه قوې حقوقي او ديني مشورتي مقامونه، د بانکونو او خصوصي سکتور حقوقي او شرعي مشورې، او په عمومي ډول د اداري چارو او سیاسي مقامونو په برخو کې.
د اسلامي تعلیماتو څانګې لنډه تاریخچه او پېژندنه
د اسلامي تعلیماتوڅانګه د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی. د دې څانګې هدف افتاء، شرعي علومو تدریس، دعوت، شرعی مشورې ، د تفسیر ، حدیثو او قرآني علومو تدریس، په دقیق او مسلکي ډول، فقه، اصول فقه، قضاء، څارنوالی او مدافع وکالت په برخو کې د متخصصو او مسلکي کادرونو روزل او په کار ګمارل دي. د اسلامي تعلیماتو څانګه په کال ۱۳۹۸ کې د شرعیاتو پوهنځي سره یو ځای شوی دی. دغه څانګه اوس مهال (۶) تنه د کادر غړي لري.
د اسلامي تعلیماتو د څانګې لیدلوری (Vision)
اسلامي تعلیمات د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو فعال تحصیلي واحد دی چې موخه یې د قضاء، تبلیغ، دعوت، د اسلامي علومو متخصصین او آګاهان روزل ، ټولنې او د بازار کارد اړتیاوو مطابق د معیاري او باکیفیته تحصیلاتو وړاندې کول دي.
ماموریت (Mission)
د اسلامي تعلیماتو څانکه د محصلینو د مسلکي پوهې د لوړوالي، د شرعي او اړونده علومو د تخصصي زده کړو د زمینه برابرولو او د ټولنې د اړتیاوو پوره کولو رسالت پر غاړه لري.
د اسلامي تعلیماتو د څانکې تعلیمي موخې
د دې څانګې موخه په لاندې مواردو کې د مسلکي او آګاه کادرونو روزنه ده:
-
- د افتاء او په عدلي قضایي ارګانونو کې د جزایي، مدني او تجارتي قضیو د پرمخ وړلو په موخه.
- په تفسیر او حدیثو کې د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د پراختیا لپاره.
- د شرعي علومو د تعمیم، تطبیق او نشر لپاره.
- - د اعتدالګرایۍ د ترویج او د سالم ټولنیز تعامل لپاره.
د اسلامي تعلیماتو د څانکه متوقعه نتایج
۱- د شرعي او اسلامي علومو زده کړه ، د اسلامي شریعت له عالي مفاهیمو او د هېواد له قوانینو څخه دقیق فهم.
2- عملي مهارتونه د شرعي احکامو د ښه تطبیق او د قضاء، څارنوالۍ، د مدافع وکالت او نورو شرعي او حقوقي ادارو اړوند دندو لپاره ترلاسه کول.
3- د هېواد د قوانینو د ارزونې او د هغوی د اسلامي عقایدو سره د مطابقت د څېړنې وړتیا.
4- د شرعي او حقوقي مباحثو فلسفي تحلیل، د بېلابېلو موضوعاتو مقایسه د اسلامي شریعت ، منل شوي عرف او نافذو قوانینو په رڼا کې.
5- د قرآن او سنت څخه د منځلاري او معتدل برداشت مهارت، د قرآن کریم د سم تفسیرونو لارښووونه ، د احادیثو تخریج، د قانوني نصوصو مطلوب تحلیل او په منطقي او حقوقي استدلال کې مهارت.
- 6د ديني معتدل ارشاد د تعمیم، حقوقي پوهاوي، د ارزښتونو او شرعي مسایلو تدریس، د ادیانو د مقایسې وړتیا، د دیني پلورالیزم نقد او د اسلامي کلامي مذاهبو د اعتقادي اصولو تحلیل.
د اسلامي تعلیماتو د فارغانو تعریف
د دایکندی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګه د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د عدلي، ديني، څارنوالۍ، وکالت دفاع، اوقافو، اجرائیوي ادارو مشاورینو، شرعي او حقوقي مشاورینو، پوهنتوني تدریس، د محلي ادارو مشري، د پالیسي جوړونکو مرکزونو غړیتوب، مدني ټولنو کې فعالیت او د خصوصي سکتور د موسسو او ادارو لپاره رامنځته شوی دی.
د همدې له مخې، د اسلامي تعلیماتو څانګه هغه محصل فارغ ګڼي چې لږ تر لږه (۱۳۶) واحدونه په څلور کلنه دوره (۸ دورو) کې بشپړ کړي وي او په پوهه، مهارتونو او سلوک کې لاندې شرایط ولري:
۱- په پوهه کې: فارغ د لیسانس په کچه په لاندې موضوعاتو تسلط ولري: د اسلامي اصولو او عقایدو پېژندنه، د اسلامي او ملي ارزښتونو درک، د اختلافونو د سوله ییز حل لارې، د ټولنیزو، فامیلي او حقوقي اړیکو د ټینګېدو لارې، د اصولي، فقهي، حقوقي او قانوني مسایلو درک، د عامه ادارو د مدیریت لارې چارې او د حقوقي مکاتیب د لیکلو طریقي.
فارغ باید خپلې دندې او مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي، پر ځان باور ولري، ملي منافع او اسلامي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي، له اخلاقو ډک او په شرعي علومو کې پوه شخصیت ولري څو د اسلامي تعلیماتو د څانګی د متخصص کادر په توګه په ټولنه کې خپل ځای ومومي.
د مهارتونو په برخه کې
د اسلامي تعلیماتو د پروګرام فارغالتحصیل هغه څوک دی چې:
- د نړیوالې عربي ژبې او د هغې د قواعدو لازمه آشنایي ولري.
- د حقوقي، عدلي او قضایي اسنادو د ترتیب او تنظیم وړتیا ولري.
- د آفیس پروګرامونو او کمپیوټري برنامو سره بلد وي.
- د تعلیمي پروګرامونو د تدویر وړتیا ولري او ښه ویناوال وي.
- او په اړونده برخو کې د خپلو ستونزو د حل توان ولري.
د سلوک په برخه کې
د اسلامي تعلیماتو د پروګرام فارغالتحصیل هغه څوک دی چې د خپلو مسلکي او تخصصي مضامینو د درسي برناموله لارې:
- د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی.
- ښه اخلاق او علمی چلند.
- د دین او وطن مینه.
- د دیني، حقوقي او انساني ارزښتونو رعایت زده کړي وي.
فارغ باید وتوانېږي په ټولو چارو کې عدالت په غوره توګه تأمین کړي، د وطن او دندې په وړاندې متعهد وي او الله تعالی حاضر، ناظر او حساب کونکی وبولي.
د اسلامي تعلیماتو د څانګې د فارغانو د کار ساحې
د اسلامي تعلیماتو د څانګې فارغان کولای شي په دې ادارو او برخو کې دندې ترسره کړي:
- قوه قضائیه.
- څارنوالی.
- د عدلیې وزارت.
- د حج او اوقافو وزارت.
- معارف (د اسلامي تعلیماتو آمریت).
- د وکیلانو ټولنه.
- پوهنتونونه.
- علمي او فرهنګي مؤسسې او بنسټونه.
- د اجرائیه قوې حقوقي او ديني مشاوریتونه.
- د بانکونو او خصوصي سکتور حقوقي او شرعي مشاوریتونه، او په عمومي ډول د اداري چارو او سیاسي مقامونو په برخو کې.
د شرعیاتو پوهنځي حقوقي کلینیک
تعریف
حقوقي مرکز(Legal clinic): هغه واحد دی چې د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو پورې تړلی وي. په دې مرکز کې د شرعیاتو او حقوقو محصلین مسلکي او تخصصي مهارتونه زده کوي او عملي کارونه ترسره کوي. د دې تر څنګ، د دې مسلکي نهاد د پراختیا سره، مراجعینو ته حقوقي مشورې هم ورکول کېږي. د شرعیاتو پوهنځي حقوقي مرکز د مسؤلینو د اغېزمنو هڅو په پایله کې د ۱۴۰۳ کال په اوړي کې رامنځته شو او د یو مسؤل او مسلکي غړي لخوا په رسمي ډول پیل شو.
د حقوقي مرکز د زده کړو لاسته راوړنې د محصلینو لپاره
۱- د هغوی پوهه له نظري چوکاټ څخه د ټولنې پر واقعي حقایقو باندې لېږدوي؛
۲- د هغو مراجعینو سره مخامخېږي چې زیاتره یې مالي توان نه لري او د زیانمنو یا له خطر ځپلو خلکو سره تړلي دي، چې دا د محصلینو د عملي پوهاوي لپاره مهم دی.
3- محصلینو ته، په ځانګړي ډول د وروستیو دورو زده کوونکو ته، دا فرصت برابروي چې د حقوقي ستونزو د حل په برخه کې خپله وړتیا وازمويي.
4- د طب محصلینو د عملي تمرین په څېر، محصلینو ته د خپلې زده کړې د ازمویلو او د خپلو علمي قوتونو او ضعفونو د څرګندېدو فرصت ورکوي.
هغه ځانګړي مهارتونه چې زده کوونکي یې په حقوقی مرکز کې زده کوي
- د دعوې د اقامې طریقې.
- د دوسیو لنډیز جوړول.
- حقوقي لیک او اداري مکاتبه د قضایي او شبه قضایي چارو لپاره.
- د مرکه کولو مهارت.
- د مشورې ورکولو هنر.
- د ستونزو د حل لارې چارې.
- د وکالت او قضاوت د مسلکي اخلاقو اصول.
- د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو طریقې.
د حقوقي مرکز لاسته راوړنې د مدني ټولنې لپاره
ډېری مدني بنسټونه، خیریه مؤسسې او غیر دولتي سازمانونه د خپلو فعالیتونو په بهیر کې د حقوقي مشورو او قضایي همکاری ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، د خبریالانو، ښځو، ماشومانو او نورو ځانګړو ډلو د حقونو د ملاتړ ټولنې د خپلو بشردوستانه او خیرخواهانه موخو د پرمخ وړلو لپاره د حقوقدانانو لارښوونې او د وکیلانو دفاع ته اړتیا لري. له بلې خوا، د مالی سرچینو کمښت له امله د دغو خدمتونو د لګښت د ورکړې توان نه لري. د پوهنتونونو پورې تړلي حقوقي مرکزونه د دغو ټولنیزو فعالانو لپاره د ډاډ سرچینه ده، ځکه چې د دغو کلینیکونو خدمتونه اساساً وړیا دي او همکاران یې له پیاوړې معنوي انګېزې برخمن دي.
د حقوقي مرکز لاسته راوړنې د قضایي دستګاه لپاره
- د پوهنتوني حقوقي مرکزونه خدمات لامل ګرځي چې هغه کسان هم د حقوقي مشورو څخه ګټه واخلي چې د وکیل د اجرت د ورکولو توان نه لري؛
- دا مشورې د وکیلانو تر څارنې لاندې وړاندې کېږي او ډېر ځله د دعوې تر طرح کولو مخکې د مصالحې او جوړجاړي لامل ګرځي.
- هغه دعوې چې محکمې ته وړاندې کېږي، په سمه او روښانه بڼه مطرح کېږي.
له بل پلوه ، په داسې حال کې چې د هېواد د قضایي نظام یوه لویه ستونزه د دوسیو ازدحام دی، د حقوقي مرکزنو خدمات د دوسیو په شمېر کې د کموالي او د هغوی په کیفیت کې د لوړوالي لامل ګرځي، چې دا خپله د قضایي نظام لپاره ستره مرسته ده.
د حقوقي مرکز د حقوقي زده کړو لاسته راوړنې، زیانمنو او خطر ځپلو خلکو سره
په ډېرو هېوادونو کې حقوقي خدمتونه د خورا ګرانو(قیمتی) خدمتونو له ډلې څخه ګڼل کېږي. ډېر خلک، په ځانګړي ډول په پرمختيايي هېوادونو کې، که څه هم د وکيلانو او حقوقي کارپوهانو د مسلکي خدمتونو د کارونې اړتيا درک کوي، د مالي کمزوری له امله د دوی د مراجعې توان نه لري. دا موضوع لامل کېږي چې هغوی و نه شي کولای دغه لاسرسی پروسه کې له خپلو مهمو بشري حقونو څخه چې د وکيل د لرلو حق دی، استفاده وکړي، کوم چې کله ناکله د هغوی د حقوقو پراخې ضياع ته لاره هواروي.
د پوهنتونونو حقوقي مرکزونه چې د حقوقو د استادانو له تخصصي پوهې او ټولنيز اعتبار څخه ګټه اخلي، د همدې ډول افرادو او ډلو لپاره تر ټولو ډاډمنه وسيله کېدای شي؛ داسې کسان چې سره له اړتيا او مالي بېوزلۍ له امله د وکيلانو او حقوقي کارپوهانو دروازې نه شي ټکولای. د زيانمنو خلکو عدالت ته د لاسرسي آسانتيا د حقوقي مرکزونو له مهمو ټولنيزو دندو څخه دی.
حقوقی مرکزونه کولای شي د قانوني وسيلو په کارولو سره د ټولو لپاره د حقوقي خدمتونو وړاندې کول، د اړوندو څانګو ظرفيت لوړول، د زيانمنو او محرومو خلکو د توان زياتول د هغوی د ژوند سم مديريت لپاره، د انساني حقونو د پراختيا او د عدالت د تأمين په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي. د بشري حقونو د وکالت فرهنګ خپرول، د زیانمنو لپاره حقوقي خدمتونه وړاندې کول، د درملیزو حقوقي زده کړو عملي کول، د ښاريتوب حقوق پراخول او د قانون درناوي بيا رغونه، د نامناسبو قوانينو د اصلاح لپاره هڅې د هغوی د نیمګړتیاوو ښودنه د اغیزمنو خلکو په ونډه، د دې بنسټونو ځينې حقوقي ـ بشري کړنې دي.
د ټولنې د افرادو لپاره د حقوقي کلينيک د حقوقي زده کړو لاسته راوړنې
ويلای شو چې حقوقي مرکزونو د بيمو په څېر کارکرد لري. يعنې د هغو کسانو شمېر چې د بيمې تر پوښښ لاندې وي، له هغو کسانو ډېر وي چې په عملي توګه له بيمې ګټه اخلي. خو هماغه کسان چې ښايي کلونه کلونه د پېښو، درملنې او غلا د بيمې له خدماتو څخه استفاده ونه کړي، د ذهني آرامۍ او روحي امنيت احساس لري او تيار دي چې د همدې ډاډ لپاره د بيمې لګښتونه ورکړي.
يوازې دا خبره چې هغه کسان چې د وکالت د اجرت ورکولو توان نه لري، پوه شي چې په پوهنتون کې، چې يو علمي صلاحيت لرونکی مرجع او د ټولو پر مخ پرانيستی خيريه بنسټ دی، يو مرکز د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره موجود دی او د اړتيا په صورت کې کولای شي له دې مرکز څخه وړيا مشورې او لارښوونې ترلاسه کړي، هغوی ته د آرامۍ او امنيت احساس ورکوي.
دا عیناً لکه د دې په څېر ده چې خلک پوه شي په خپل ښار کې د شپې او ورځې وړيا طبي عاجل خدمتونو مرکز شته، او همدارنګه داسې پوليس چې د دوی د ګټو او امنيت ساتونکی وي. دا ټول د حقوقي مرکزونو زده کړو له بېلابېلو او ارزښتمنو لاسته راوړنو څخه دي، لاسته راوړنې چې هر يو يې د دې بنسټونو د جوړېدو، ملاتړ او ورګډېدو لپاره کافي دليل کېدای شي.
د پوهنځي په کچه فعاله پلاوي
پلاوي هغه فعاله واحدونه دي چې د تدريس، څېړنې، مديريت او رهبرۍ اړونده ځانګړو چارو د پرمخ وړلو لپاره د شرعیاتو په پوهنځي کې جوړې شوي. دغه پلاوي د دندولایحې، عملي طرحي، مسؤل او ځانګړو غړو لرونکي دي چې د شرعیاتو د پوهنځي د علمي شورا له لوري تصويب شوي دي.
۱. د دعوت او ارشاد پلاوی
دغه پلاوی د ديني ارزښتونو او اسلامي فرهنګ د بنسټيز کولو او د ديني زده کړو د روزنې په موخه د پوهنځي په کچه فعاليت کوي. د دې پلاوی اساسي هدف د سنت او اسلامي شريعت پر بنسټ د افرادو اصلاح او روزنه ده څو په ټولنه کې د فساد او انحراف د خپرېدو مخه ونیول شي.
۲. د محصلانو پلاوی
د دې پلاوي د جوړېدو هدف د محصلانو او مسؤلينو تر منځ د لا ښه علمي چارو د پرمخ وړلو لپاره همغږي رامنځته کول، د نظم تأمين، د ټولنیزو فعاليتونو بنسټيزول او د محصلانو د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدل دي. د دې پلاوي غړي معمولاً له فعاله او احساس لرونکو محصلانو څخه ټاکل کېږي او مشري يې هغه استاد ته سپارل کېږي چې د اغېزناک ارتباط توان ولري.
۳. د کیفیت د لوړولو پلاوي
دغه پلاوي د پوهنځي په کچه د کیفیت د لوړولو او علمی اعتبار د ترلاسه کولو لپاره فعاليت کوي. دا پلاوي له پنځو تنو تجربه لرونکو استادانو جوړ ده چې د دې پوهنځي د علمي شورا د غونډې له لارې ټاکل شوي دي.
د کیفیت د لوړولو د پلاوي دندې او مسؤلیتونه:
- د شرعیاتو پوهنځي په کچه د تضمین کیفیت معیارونو تطبیق او د کیفیت د ښه والي کوښښ.
- د تعلیمي برنامو او نورو فعالیتونو د اعتبار ورکولو په برخه کې د اړوندو څانګو سره همکاري او همغږي.
- د تضمین کیفیت برنامو د تطبیق په اړه تحصیلي بنسټ ته د معلوماتو وړاندې کول.
- د تضمین کیفیت په پروسه کې پوهنځي ته مشوره ورکول.
- د تضمین کیفیت اړوند برنامو او د ځان ارزونې لپاره چمتووالی.
- د کیفیت د لوړولو په اړه د اسنادو او شواهدو راټولول.
- د پوهنتون په کچه د کیفیت د لوړولو او اعتبار ورکولو له اصلي پلاوی سره اړیکې ټينګول.
- د کیفیت د لوړولو د وروستیو لاسته راوړنو څخه ګټه اخيستل.
- د پوهنځي د ځان-ارزونې راپور تيارول.
- د پوهنځي په کچه د تضمین کیفیت تعلیمي برنامو تدویر
- د کلني څارنې راپور، د برنامو بیاکتنه او د اړوند عملیاتي پلانونو تعقیب.
- د کیفیت د لوړولو او ښه والي اړوند نورې چارې ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا ورته سپارل کېږي.
۴- د نظم او سمون پلاوی
نظم او سمون پلاوی علمی برخه کې یو مهم بنسټ دې د نظم د پرمختګ تر ټولو مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، د نظم مراعات د لوړو زده کړو په پوهنتونو کې له اساسي اړتیاوو څخه ده، څو د هر هغه عمل مخه ونیول شي چې علمی فضا ګډوډوۍ، د نورو د حقونو نقض او يا د امنيت له منځه وړلو لامل کېږي. د دغسې کړنو په مقابل کې جدي پرېکړې کوي.
د نظم او سمون پلاوی خپله رسالت ګڼي چې د تدريس تر څنګ، د غونډو او پوهاوي برنامو په تدویر سره د عامه منل شوي نظم د پياوړتیا لپاره هڅې وکړي، کوم چې د زده کړو خاوندانو او د هېواد راتلونکو مشرانو لپاره له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. دغه پلاوی هڅه کوي تر څو د پوهنځيو په کچه د ښه نظم او انضباط زمينه برابره کړي او د استادانو، کارکوونکو، محصلانو او د ټولنې د نورو قشرونو تر منځ يې وده ورکړي.
د نظم او سمون د پلاوي دندې:
- د پوهنځي په کچه له ټاکل شويو اصولو او اخلاقي قوانينو څخه څارنه.
- د علمي او درسي سرغړونو او لفظي او فزيکي شخړو څېړنه.
- د پوهنتون د نظم او انضباط د لایحې د پلي کېدو څارنه.
- د مقرراتو او نافذه قوانينو د سرغړوونکو لپاره د شفاهي او تحريري اخطار ورکول.
- د استادانو، کارکوونکو او محصلانو تر منځ د منازعاتو څېړنه او حل.
- د ناوړه استفادې کوونکو، شریرو او قانون ماتونکو کسانو پېژندنه او ذيصلاح ادارو ته یې معرفي کول.
- د محصلانو هڅول چې نظم مراعت کړي او د پوهنځي وسايل او تجهيزات وساتي.
- د ټاکلي مهالوېش مطابق له غړو سره غونډې کول.
- د پلاوي لپاره د کلني کاري پلان جوړول.
- د فعالیتونو راپور پوهنځي رياست ته لېږل.
- او نورې سپارل شوې دندې.
۵- فرهنګي پلاوی
فرهنګي پلاوی د فرهنګ او اخلاقو د ملاتړ او پراختیا، د محصلانو د علمي روحيې د پیاوړتیا، د مناسبې ټولنیزې او فرهنګي فضا د برابرولو او د پوهنځي او محصلانو تر منځ د فرهنګي اړیکو د ټينګښت په موخه جوړې شوې ده. دا پلاوی په فرهنګي برخو کې لکه د سيمينارونو، د کتاب لوستلو او مقالې ليکلو سياليو او نورو فرهنګي برنامو د جوړولو له لارې فعاليت کوي.
فعالیتونه او دندې:
- د مطالعې فرهنګ او د پوهنځي د علمي څېړنو پراخول.
- د جشنونو، سيمينارونو او علمي او ورزشي سياليو جوړول.
- د پوهنځي په کچه د سیالیو ډېرول او د محصلانو ګډون او فرهنګي فعالیتونو بنسټیزول.
- په فرهنګي، څېړنيزو او مطالعوي پروژو کې مرسته او همکاري.
- د پوهنتون له اصلي پلاوی سره په سپارل شويو چارو کې همکاري.
- د پوهنځي رياست ته ربع وار او کلني راپور وړاندې کول.
- په فرهنګي فعالیتونو کې محصلانو د لا زيات ګډون لپاره د هغوی سره غونډې جوړول.
- په کنفرانسونو او د محصلانو په مجالسو کې د هماهنګۍ او مرستې برابرول.
- هر اړخیز فعالیت د پوهنځي د فرهنګي ناستی د منظم او با شکوه ترسره کېدو لپاره.
- په اړوندو ناستو او غونډو کې د اړتيا وړ سامان او لوازمو ترتيب او برابرول.
۶- د امتحاناتو پلاوی
امتحان او ارزونه د علمی فعالیتونو له مهمو پروسو څخه دي او اړتیا ده چې د دې پروسې د بریالي، منظم او شفاف پرمخ وړلو لپاره يو فعال واحد د پوهنځي په کچه موجود وي. د همدې موخې لپاره د امتحاناتو پلاوی جوړه شوې ده چې له څلورو استادانو او اداري کارکوونکو جوړه ده او د پوهنځي د علمي شورا له خوا ټاکل کېږي. د دې کمیټې موخه د شفافو او معیاري امتحاناتو ترسره کول ، د طرزالعمل، لوایحو او د لوړو زده کړو وزارت د رهنمودونو سره سم د دې پروسې څارنه ده.
د امتحاناتو د پلاوی دندې:
- د پوهنځي په کچه د امتحان د نظم او معیارونو څارنه.
- د امتحان د بهير د ارزونې فورم جوړول او د امتحان په جريان کې يې ډکول.
- د امتحان له جريان څخه څارنه او د پوهنځي علمي شورا ته راپور ورکول.
- ډاډ ترلاسه کول چې د امتحان پوښتنې د تدریس شوې موادو او د پوښتنو د جوړولو د رهنمود سره سمې دي.
- د محرومو محصلانو تثبيت د حاضري د نصاب مطابق او د امتحان له پيل يوه اونۍ مخکې علمي شورا ته وړاندې کول.
- د محصلانو ته د امتحان مهال وېش په لاسرسی کې ډاډ ترلاسه کول.
- د امتحاناتو په تړاو د محصلانو شکايتونو ارزونه او حل.
- د پوښتنو تنوع ، د هغوی د نتایجو پر وخت سپارلو د اعلان څارنه.
- د څانګو د آمرانو په همغږۍ د امتحاناتو تر پیل مخکې د کتنې (کنټرول) پلاوی جوړول.
- د دندې د ترسره کولو پر مهال او وروسته له هغې د پوهنتون د اسنادو، مکاتبو او معلوماتو پټ ساتل.
- د نورو هغو دندو ترسره کول چې د پوهنځي د علمي شورا له خوا د قوانينو، مقرراتو او موخو مطابق سپارل کېږي.
- په ټاکلي وخت کې د HEMIS سیستم له لارې د پایلو د اعلان څارنه.
۷- د نصاب او کریکولم د پرمختګ پلاوی
نصاب او کریکولم پلاوی د تعلیمي بهیر له مهمو عناصرو څخه ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره، د نصاب د تطبیق، څارنې، بیاکتنې او انکشاف په موخه دغه پلاوی جوړه شوې ده. د دې پلاوی اساسي هدف د لوړو زده کړو وزارت د رهنمودونو له مخې د درسي نصاب تطبیق، پرمختګ او بیا کتنه ده.
د نصاب او کریکولم پلاوی دندې:
- د تحصیلي نصاب د تطبیق څارنه.
- د پلان له مخې د ټاکلي وخت په مطابقت غونډې جوړول.
- د څانګو د استادانو د کورسونو د پلان او تګلارو څارنه.
- د اساسي، پوهنتون شمول، اختیاري او تخصصي مضامینو د فیصدي ارزونه د واحدونو لایحې مطابق.
- د څانګو د کریکولم او مفرداتو ارزونه د هغو د پرتلی له اړخه د هغو مفرداتو سره چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف ریاست له خوا ترتیب شوي وي.
- د درسي ساعتونو لغوه کول یا ځای په ځای کول د واحدونو د لایحې مطابق.
- د څانګو د نصاب څارنه د واحدونو لایحې، تایید شويو مفرداتو، درسي موادو او مرستندویه موادو سره سم.
- د لکچر، څپرکيو او مرستندویه موادو د حجم ارزونه د همدې مضمون د کریډیټونو مطابق په هر سمستر کې.
- د لکچرو او مرستندویه موادو د محتوا ارزونه د هغه څانګې مطابق چې په کریکولم کې ټاکل شوې دي.
- د کریکولم او درسي نصاب د تطبیق څرنګوالی د هر سمستر د ټاکل شويو واحدونو په پام کې نیولو سره.
۸- د تحقیق پلاوی
علمي څېړنه د بشري ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه ده، ځکه چې د هغې له نشتوالي سره علمي پرمختګ ناشونی کېږي. تحقیقي فعالیتونه د علمي کادر له اساسي مسؤلیتونو ګڼل کېږي چې د ټولنې او خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ترسره کېږي. د پوهنځي د تحقیق پلاوی هدف د استادانو علمي ظرفیت لوړول، هغوی او محصلان څېړنې ته هڅول او په ټولنه کې د علم او د تحقیق د کلتور پرمختګ ته وده ورکول دي.
د تحقیق د پلاوی دندې:
- د علمي څېړنو (اصلي او فرعي) ارزونه د میتودولوژیک، حقوقي او اخلاقي اړخه.
- د اړتیا پر بنسټ منظمې غونډې جوړول.
- د استادانو د علمي څېړنو اړتیا پېژندنه.
- د استادانو لپاره د علمي څېړنو د ظرفیت لوړولو برناموجوړول.
- د محصلانو د منوګرافونو د عنوانونو ارزونه او تایید.
- له استادانو سره د علمي معتبرو مآخذونو په برخه کې مسلکي همکاري.
- د تحقیقي آثارو او علمي مقالو اړوندو استادانو ته د نظر غوښتنې په موخه لېږل.
- په نورو علمي بنسټونو کې په علمي او تحقیقي ناستو کې ګډون.
- د ملي او نړيوالو کچو خپاره شوي علمي مقالات مطالعه کول او اړوندو څانګو ته لېږل.
- د طرزالعمل مطابق د کال د غوره آثارو ټاکل او د لوړو زده کړو وزارت په کچه د غوره تحقیقي اثر د قدردانۍ او مکافاتو د ورکړې په موخه ټاکل.
- د ترسره شويو فعالیتونو راپور اړوندو مراجعو ته وړاندې کول.
۹- د برېښنايي زدهکړو پلاوی
نن سبا د حضوري زدهکړو ترڅنګ د برېښنايي زدهکړې کارونه او د اداري چارو برېښنايي کول د معاصرې نړۍ د همغږۍ له مهمو اهدافو څخه دي. د شرعیاتو پوهنځي د برېښنايي زدهکړو پلاوی د قوانینو، طرزالعملونو او د برېښنايي زدهکړو اړوندو تقنيني اسنادو په رڼا کې هڅه کوي چې د پوهنځي د تدریس کیفیت او محصول لوړ کړي او همدارنګه د پوهنځي اداري چارو ته برېښنايي بڼه ورکړي. دغه پلاوی په دوامداره توګه د موجودو لوایحو او رهنمودونو په پام کې نیولو سره د لارښوونې او څارنې رول ترسره کوي.
د برېښنايي زدهکړو د پلاوي دندې:
- د پوهنځي په کچه د برېښنايي زدهکړو لپاره د اړینو بنسټونو او تجهیزاتو برابرول، د اړوندو برخو په همغږۍ.
- د تکنالوژۍ د وسایلو د کارولو او د استادانو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړول.
- د پوهنځي په کچه د ګډو پروګرامونو جوړول د دې لپاره چې د برېښنايي زدهکړو د ترویج او بنسټیز کولو لپاره کاري پلان ترتیب شي.
- د پوهنځي په کچه د فعالیتونو څارنه او د برېښنايي زدهکړو اړوند لاستهراوړنو ثبتول او درج کول.
- د پوهنځي په کچه د برېښنايي زدهکړو پلان ترتیبول او د هغې د تطبیق له بهیر څخه څارنه.
۲- کتابتون
د پوهنتون کتابتون د ۱۳۹۷ هـ ش کال په اوږدو کې د دې پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. اوس مهال دغه کتابتون د ۳۱۸۷ عمومي کتابونو او مونوګرافونو او ۵۵۸۰ عنوانو تخصصي کتابونو درلودونکی دی، د پوهنتون دریو اړونده پوهنځیو (کرنه، تعلیم او تربیه، او شرعیات) ته. ټول کتابونه د کود نمبرونو لرونکي دي او هر عنوان کتاب په لنډ وخت کې ترلاسه کېدلی شي. کتابتون د دوو کمپیوټرونو په وسیله سمبال دی او د ښاغلي محمد «محمدي» د عمومي مدیر په مسؤلیت فعالیت کوي. د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د ۵۹۰۰ ټوکه کتابونو د رانیولو وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې شوی دی او انشاءالله ژر به ترلاسه شي.
۳- صحي مرکز
د دایکنډي پوهنتون صحي مرکز د ۱۴۰۳ هـ ش کال د قوس پر لومړۍ نېټه پرانېستل شو. د ۱۴۰۳/۸/۸ نېټې علمي معینیت ته وړاندیز او د ۱۴۰۳/۵/۳ نېټې د پوهنتون ریاست د حکم پر بنسټ د دې مرکزمسؤلیت محترم نوماند پوهنیار سید محمد هاشمي ته سپارل شوی دی.
د دغه صحي مرکز د تاسیس هدف د پوهنتون په کچه د بېړنیو پېښو درملنه او لومړنۍ مرستې دي. له دې امله چې پوهنتون له ښاره لرې پروت دی، نو د دغه کلینیک شتون اړین و. دایکنډي پوهنتون د ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د تفاهملیک له مخې تر یوه حده د صحي دوا درملو اړتیاوې برابروي، خو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دا کلینیک اوس مهال یوازې په عاجلو پېښو (لکه سوځېدنه، ماتېدنه، برېښنا وهل، خراشېدنه او سطحي ټپونه ...) کې د پوهنتون له پرسونل سره د خدمت لپاره چمتو دی. پلان شته چې د ۱۴۰۵ هـ ش تعلیمي کال په ترڅ کې د عامې روغتیا له ریاست سره د نوي تفاهملیک له لارې یو نرس دایمي ډول د دې پوهنتون لپاره وګمارل شي.
۴- د تحقیق مجله
د ادارې د مشرتابه د نوښتونو او نظریاتو پر بنسټ، د ۱۴۰۲ هـ ش د ۸/۲۷ نېټې په وړاندیز سره د یوې علمي ـ تحقیقي مجلې د تاسیس غوښتنه د امارت اسلامي افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې شوه. دایکنډي پوهنتون وکولای شول چې د خپلې علمي ـ تحقیقي مجلې د چاپ او خپرولو جواز د لوړو زده کړو وزارت څخه د ۱۴۰۲ هـ ش د ۱۰/۴ نېټې په تاریخ ترلاسه کړي.
د همدې اساس له مخې، د تحقیق، تالیف او ژباړې د پلاوی د (۲۲) تړون په رڼا کې دغه مجله د «دایکنډي ملي علمي ـ تحقیقي ژورنال» تر عنوان لاندې په دریو ژبو (دري، پښتو او انګلیسي) ثبت او منظور شوې ده.
۵- جومات
دایکنډي پوهنتون یو باب جومات لري چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د پوهنتون د اداري ودانۍ په چوکاټ کې تاسیس شوی دی. یاد جومات د اړینو توکو لکه(اوبه، برېښنا، فرش، لوړګوی ...) په وسایلوسمبال دی.
د دایکنډي پوهنتون د اداري تشکیل له مخې، د دغه جومات لپاره د امام او مبلغ یوه بست موجود دی. جومات د پنځه وخته لمانځه د اقامې او د عقیدوي درسونو د تدریس لپاره کارول کېږي. د جومات امام په دوامداره ډول د تحصیلي کال په اوږدو کې د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د عقیدوي او عبادتي درسونو پروګرامونه پر مخ وړي، او له بلې خوا ځینې علمي سیمینارونه هم په کې ترسره کېږي.